په دوه ورځو کې به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه وشي

2 سنبله 1398 ساعت 12:39

د قطر له خبرو باخبره سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش هوکړه شوې او په دوه ورځو کې به دواړه لوري د سولې هوکړه لاسلیک کړي.


د قطر له خبرو باخبره سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش هوکړه شوې او په دوه ورځو کې به دواړه لوري د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ په نهم پړاو خبرو کې پر مهمو مسایلو خبرې شوې او دواړه لوري تر ډېره توافق ته رسېدلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر سهیل شاهین هم ویلي، طالبان او امریکا تر لنډو خبرو وروسته د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش هوکړې ته رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې اوس خبرې پر دې روانې دي، چې دغه مهال وېش د کوم میکانېزم له مخې او په څه ډول عملي کړی شي.

د سرچینو په وینا کېدای شي په راتلونکو دوه ورځو کې په پاتې ټولو مسایلو توافق وشي او د سولې هوکړه د دواړو لورو له خوا لاسلیک شي.

کېدای شي، د سولې هوکړې اعلان په کابل، واشنګټن او یا هم ناورې کې وشي، چې له وړاندې یې د بین الاافغاني مذاکراتو کوربتوب ته چمتوالی ښودلی دی.

پخواني طالب چارواکي ملا عبدالسلام ضعیف هم تایید کړې، چې دواړه لوري د بهرنیو ځواکونو په وتلو موافقې ته رسېدلي او د طالبانو له لوري به د سولې هوکړه د قطر دفتر رییس او د طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړي.

ښاغلي ضعیف دا هم ویلي، چې د طالبانو له لوري به روسیه او پاکستان امریکا ته ضمانت کوونکي وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119681

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119681/

جمهور
  https://www.jomhornews.com