ولسمشر غني په يو رسمي سفر سعودي عربستان ته ولاړ

2 سنبله 1398 ساعت 15:20

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یوه رسمي سفر سعودي عربستان ته روان شوی دی.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یوه رسمي سفر سعودي عربستان ته روان شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ولسمشر او ورسره پلاوی نن شنبې د وږي ۲ مه وروسته له ماسپښین څخه د سعودي په لور وخوځېده.

د ارګ په معلوماتو کې ویل شوي، چې ولسمشر او ورسره پلاوی به د دغه سفر په لړ کې مکې معظمې ته لاړ شي او د عمرې مراسم به پرځای کړي.

دغه راز ارګ زیاته کړې، چې ولسمشر به د دې سفر په ترڅ کې د الحرمین الشریفین له خادم اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره جلا جلا کتنې ولري.

باید و ویل شي، چې دا سعودي عربستان ته د ولسمشر غني درېیم سفر دی، چې تر سره کوي یې.

ښاغلی غني واک له رسېدو سره سم سعودي عربستان ته سفر وکړ او د افغانستان د سولې او جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې یې د دغه اسلامي هېواد د همکاریو او مرستو غوښتنه وکړه.

د ولسمشر له دې سره وروسته کال وړاندې سعودي عربستان کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو او سولې په اړه یوه د اسلامي علماوو له خوا جده کې یوه غونډه وشوه، چې د افغانستان روانه جګړه یې ناروا وبلله او له طالبانو یې وغوښتل، چې سولې ته غاړه کېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119685

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119685/

جمهور
  https://www.jomhornews.com