کابل کې د امریکا سفیر: موږ ته تر ټاکنو سوله مهمه ده

2 سنبله 1398 ساعت 16:34

کابل کې د امریکا سفیر جان بس په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا ته په افغانستان کې تر ټاکنو سوله مهمه ده.


کابل کې د امریکا سفیر جان بس په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا ته په افغانستان کې تر ټاکنو سوله مهمه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بس ټینګار کړی، چې ټاکنې او سوله دواړه مهم دي، خو سولې ته ځکه تر ټاکنو لومړیتوب ورکوي، چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.

کابل کې د امریکا سفیر زیاته کړې، چې ډېری افغانان سولې ته تر ټاکنو لومړیتوب ورکوي، نو امریکا هم سوله تر ټاکنو مهمه بولي.

نوموړي قطر کې د سولې نهم پړاو خبرو ته په اشارې ویلي، امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې روانې کړې او ډېر ژر به یې مثبتې پایلې د افغانستان له خلکو سره شریکې کړی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت بیا وايي، تل پاتې او باعزته سوله هغه وخت راتلی شي، چې ټاکنې تر سره او راتلونکي حکومت له خوا د سولې تړون لاسلیک شي.

ولسمشر غني په خپلو وروستیو څرګندونو کې هم ټینګار کړی، چې سوله ورته مهمه ده، خو ټاکنې به خپل وخت تر سره کېږي.

ښاغلي غني ټینګار کړی، چې د اوسني حکومت دوره پای ته رسېدونکې ده او نه شي کولی یوه مهمه ملي پرېکړه لاسلیک کړي، بلکې په وینا یې راتلونکی حکومت باید دغه کار وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119689

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119689/

جمهور
  https://www.jomhornews.com