خلیلزاد او طالبانو د موقت حکومت خبره په کلکه رد کړه

3 سنبله 1398 ساعت 9:21

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي او د طالبانو د قطر دفتر ویاند هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې په خبرو کې یې د موقت حکومت په رامنځ ته کولو سلا کړې ده.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي او د طالبانو د قطر دفتر ویاند هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې په خبرو کې یې د موقت حکومت په رامنځ ته کولو سلا کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پرون الجزیرې تلوېزیون د ځینو سرچینو له قوله ویلي و، چې امریکايي استازي او طالبان د یوې ۱۴ میاشتنۍ منځمهالې ادارې په رامنځ ته کولو هوکړه کړې ده.

الجزیرې دا هم ویلي، چې طالبان په دغه موده کې د واشنګټن له لوري د افغان حکومت ملاتړ ردوي او ټینګار کوي، چې په هوکړه کې باید یو لنډ مهالی حکومت هم شامل وي، چې طالبانو ته په کې مهم وزارتونه ورکړل شي.

خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي او د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین دا راپور په کلکه رد او بې بنسټه بللی دی.

خلیلزاد ویلي« کوم خبر چې د موقت حکومت د هوکړې په هکله په رسنیو کې خپرېږي، حقیقت نه لري.»

هغه ټینګار کړي«هغسې چې د طالبانو ویاند مخکې ویلي، موږ د موقت حکومت په تړاو هیڅ خبرې نه دي کړې. د حکومتولۍ پرېکړې به افغانان په بین الافغاني خبرو کې کوي»

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم د دغه راپور تر خپرېدو وروسته په یوه ټوېټ کې ویلي، کوم خبر چې د موقت حکومت د هوکړې په هکله په رسنیو کې خپریږي ، حقیقت نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر کې لا هم د افغان سولې په تړاو نهم پړاو خبرې دوام لري او ویل کېږي دواړه لوري په ګڼو مواردو سره موافقې ته رسېدلي دي.

ویل کېږي ډېر ژر به د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي او له هغې وروسته به بین الاافغاني خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119699

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119699/

جمهور
  https://www.jomhornews.com