امریکايي سناتور لیندسي ګراهام خبرداری ورکړی، که امریکا له افغانستان د خپلو ځواکونو شمېر ډر راکم کړي، نو ډېر خطرونه ورسره تړلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سناتور ګراهام وايي، له افغانستان د ټولو ځواکونو ایستل او یا هم د هغو شمېر ډېر کمول به د تېرې یوې بلې سپټمبر پېښې سبب شي.
نوموړي تېره شپه له فاکس نیوز تلوېزیون سره مرکه کې ویلي که امریکا له افغانستانه ووځي پر طالبانو باور نشته، چې د القاعده او داعش مخې ته به ودرېږي.
دی وايي، که په دې هلکه له اسخباراتي ادارو پوښتنه وشي، چې د ټولو ځواکونو د ایستلو په صورت کې به څه پېښ شي، بې ځنډه درته وایي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې پېښه به تکرار شي.
په ورته وخت کې نوموړي ویلي ده ته جرال اسټن او جنرال سکاټ میلر ویلي، چې د داعش خراسان څانګړې هم افغانستان کې ریښې غځولې او داسې ښکاري، چې له القاعده زیاتې وسلې لري او د امریکا پر ضد حملې کولی شي.
هغه ټینګار کړي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۸۶۰۰ پورې کمولی شي خو تر دې یې باید لږ نه کړي ځکه چې که تر دې د امریکايي ځواکونو شمېر لږ شي، ډېر خطر ورسره تړلی دی.
ده ویلي، غواړي د امریکا په کانګریس کې یوه لایحه تصویب شي چې پر اساس یې د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیران مکلف شي چې په افغانستان کې به د امریکايي پوځیانو شمېر داسې حد ته نه شي کمولی چې د امریکا ملي امنیت ته خطر پېښېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل