طالبانو د سمنګان د ولایتي شورا یو غړی وژلی دی

3 سنبله 1398 ساعت 11:31

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د سمنګان ولایت د ولایتي شورا یو غړی سید حلیم سادات د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د سمنګان ولایت د ولایتي شورا یو غړی سید حلیم سادات د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وایي، سید حلیم سادات له څلورو نورو کسانو سره یو ځای د بغلان ولایت د چشمه شېر نومي سیمه کې طالبانو نیولی وو.

د سمنګانو د پولیسو ویاند منیر احمد رحیمي ویلي، د ولایتی شورا غړی د بغلان ولایت په چمشه شېز سیمه کې طالبانو برمته کړی وو.

نوموړي زیاته کړې، سادات د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی، چې مړی یې د پل خاټو په سیمه کې موندل شوی دی.

تر اوسه پورې د څلورو تنو نور برخلیک نه دی روښانه او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ د هرات ولایت د فارسي ولسوال ولسوال او زوی یې هم په یوه برید کې وژلي وو.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
 
 


د مطلب کود: 119705

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119705/

جمهور
  https://www.jomhornews.com