د اسلامي پراختیايي بانک په پام کې لري، چې په افغانستان کې یو سل بستریز روغتون او څلور روغتیايي کلېنیکونه جوړ کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه روغتون او کلیېنکونو تړون نن یکشنبې د وږي ۳ مه د ولسمشر په حضور کې د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي او د اسلامي پراختیايي بانک د رییس ډاکټر بندرالحجار ترمنځ سعودي عربستان کې لاسلیک شو.
ولسمشر غني سعودي عربستان ته خپل سفر په ترڅ کې د د اسلامي پراختیايي بانک د رییس ډاکټر بندرالحجار سره وکتل او د افغانستان د اقتصادي ودې، پرځان بسیاینې، پانګونې او همدارنګه د انکشاف او کرنې برخو کې د همکاریو او افغانستان ته د اوږدمهاله پورونو د ورکړې په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
ارګ په خپره کړې خبرپانه کې وايي، ولسمشر د اسلامي پراختیا بانک نه وغوښتل، چې د کرنیزو تولیداتو د لا ښې ودې او د بزګرو، کروندګرو او کلیوالي خلکو د ژوند او عاید د ښه والي لپاره مرسته او پانګونه وکړي.
ولسمشر ویلي، د سعودي عربستان په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د افغانستان د جلغوزیو، زعفرانو، بادامو او نورو محصولات صادرات زیات شوي دي.
نوموړي ټینګار کړي، چې د کرنې په برخه کې د اسلامي پراختیا بانک د مرستو او اوږدمهالو پورونو په پایله کې په دې برخه کې نور ښه والی هم راتلای شي.
ښاغلي غني د اسلامي پراختیايي بانک مرستې او همکارۍ د افغانستان د کرنې، اقتصادي ودې، انکشاف او د عامو خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ګټورې وبللې.
د دغه لیدنې په پای کې د یاد بانک له خوا په افغانستان کې د یو سل بستریز روغتون او څلورو کلینیکونو د جوړولو موافقتنامه هم د ډاکتر قیومي او ډاکتر بندرالحجار لاسلیک شوه.
جمهورخبري آژانس:کابل