د اسلامي همکاریو سازمان:

له افغان سولې او ټاکنو ملاتړ کوو، طالبان دې له جګړې لاس واخلي

3 سنبله 1398 ساعت 13:52

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د سولې او ولسمشریزه ټاکنو څخه ملاتړ اعلان کړی او پر طالبانو یې غږ کړی، چې له جګړې لاس واخلي.


د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د سولې او ولسمشریزه ټاکنو څخه ملاتړ اعلان کړی او پر طالبانو یې غږ کړی، چې له جګړې لاس واخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبې د وږي ۳ مه د سعودي عربستان جده ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال ډاکټر یوسف بن احمدالعثیمین سره وکتل.

ارګ وایي، په دغه کتنه کې دواړو لوریو له ترهګرۍ او فراطیت سره پر ګډې مبارزې، افغان حکومت سره د طالبانو په مخامخ خبرو، ولسمشریزه ټاکنو او افغانستان کې د اسلامي پوهنتون پر جوړېدو بحث وکړ.

د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال ډاکټر یوسف بن احمدالعثیمین د کابل وروستي خونړي برید ته په اشارې پر طالبانو غږ کړی، چې تاوتریخوالي باید لاس واخلي او له افغان حکومت سره د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي.

نوموړي همدارنګه د سولې بین الافغاني مذاکراتو او ولسمشریزو ټاکنو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او وې ویل چې دوی د سولې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال ژمنه وکړه، چې د ولسمشریزو ټاکنو د بهیر د څارنې لپاره به افغانستان ته څارونکي واستوي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني د اسلامي همکاریو سکرتر جنرال له غمشریکۍ او همدارنګه د سولې پروسې او ولسمشریزو ټاکنو څخه د ملاتړ او افغانستان ته د خپلو څارونکو د استولو له امله مننه وکړه.

ښاغلي غني ویلي، سوله د افغانانو اساسي غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې د اسلامي همکاریو سازمان همکاري مهمه وبلله.

ولسمشر له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د علماو رول ته په اشارې ویلي« زموږ جید علما باید د اسلامي هیوادونو علماو سره په ګډه د ترهګرۍ او افراطیت ذهنیت او بسترونو د له منځه وړلو او د مدرسو د نصاب په انسجام کار وکړي.»

د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال افغانستان د نړۍ مهم شریک وباله چې نړیوال مشروعیت لري او په همدې خاطر ټوله نړۍ باید د ترهګرۍ ضد مبارزې او په افغانستان کې د روان جنګ د پایته رسېدو لپاره له افغانستان سره همکار واوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119712

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119712/

جمهور
  https://www.jomhornews.com