محب: له ټاکنو د طالبانو سره د سولې تړون امکان نه لري

4 سنبله 1398 ساعت 9:35

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب اوږد مهاله خبرو ته په اشارې وايي، د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې له طالبانو سره د سولې تړون تر سره کېدو تمه نشته.


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب اوږد مهاله خبرو ته په اشارې وايي، د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې له طالبانو سره د سولې تړون تر سره کېدو تمه نشته.

د جمهور آژانس د خبر له مخې محب له امریکا غږ سره مرکه کې ویلي، د قطر خبرې، چې ځینو محدودو مسایلو له یو کال زیات وخت ونیو، نو بین الاافغاني خبرې چې ډېرې به پراخه او هر اړخیزه وي، زیات وخت ښايي ونیسي.

نوموړي د قطر خبرې یوه پروسه وبلله، چې په وینا یې په کې د سولې ډېر محدود لومړني مسایل رانغښتي دي او اصلي مسایل به هغه مهال پیل شي، چې بین الاافغاني مذاکرات شروع شي.

ښاغلي محب ویلي«زموږ مسایل ډېر لوی دی، د حکومتولۍ په اړه، په حکومت کې ګډون، راتلونکی سیستم او ځینې نور مسایل، چې په اړه به یې ښايي خبرې وکړو خو دا کار آسان نه دی.»

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې حکومت له قید شرط پرته طالبانو سره خبرې کول غواړي.

هغه و ویل«د مذاکراتو په نتیجه کې به ځینو هوکړو ته ښایي ورسېږ، چې د دې لامل شي، چې موږ وکولی شو هغوی (طالبانو) ته په سیستم کې ځای ورکړو.»

محب پر داسې مهال طالبانو ته په سیستم کې د ځای ورکولو خبره کوي، چې وړاندې له دې حکومت ویلي، طالبان باید اساسي قانون ومني، وسله پر ځمکه کېږي او یوه عادي سیاسي ژوند ته راوګرځي.

د ملي امنیت شورا د امریکا او طالبانو تر منځ تړون ته په اشارې وايي، دغه تړون به هغه مهال مثبت نظر ولري، چې د افغان حکومت غوښتنې په کې په پام کې نیول شوې وي.

ده ویلي«د افغانستان د راتلونکي په ځانګړې ډول د سولې په برخه کې له ټولو شریکانو سره زموږ لیدلوری توپیر کوي، نور د خپلو ګواښونو په فکر کې دي، چې طالبان ورته نور ګواښ نه وي، خو موږ د یوه سوله ییز، ثبات او عزت لرونکي او پرمختللي افغانستان غوښتونکي یو، چې نور په کې جګړې نه وي.»

ښاغلي محب وایي، هغه کسان چې د طالب په نوم جګړه کوي، ټول یې یو شان انګېزه نه لري، بلکې هغوی کې قاچاق وړونکي هم شته، چې د بهرنیو د ګټو او پیسو لپاره جګړه کوي، ځینې یې ښايي د سیاسي خفګان او ځینې یې هم د عقدې له مخې جګړه کوي.

د هغه په وینا د حکومت له نظره سیمه ییزه اجماع، ملي اجماع او له ترهګرۍ، قاچاق وړونکو او جرمي کړیو سره چې له جګړې ګټنه کوي، په یوه صف کې مبارزه د سولې پروسه بلل کېږي.

نوموړي و ویل حکومت په ټول توان هڅه کړې، چې هغه انګېزې له منځه یوسي، چې په افغانستان کې د جګړې لامل دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د سولې په اړه داسې مهال څرګندونې کوي، چې امریکا او طالبان له تېرو پنځو ورځو راهیسې د سولې مساله سره شاربي.

ویل کېږی د دواړو لورو تر منځ په ګڼو اختلافي مواردو هوکړه شوې او تمه ده، چې ډېر ژر د سولې هوکړه لاسلیک او تر هغې دوه اوونۍ وروسته بین الاافغاني خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 119733

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119733/

جمهور
  https://www.jomhornews.com