۰
ټرمپ:

افغانستان کې به مو ځواکونه پاتې وي، د وتلو هېڅ مهال وېش شتون نه لري

سی شنبه ۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۳
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې به امریکایي ځواکونه پاتې وي او د وتلو لپاره یې هېڅ ډول مهال وېش شتون نه لري.
افغانستان کې به مو ځواکونه پاتې وي، د وتلو هېڅ مهال وېش شتون نه لري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې به امریکایي ځواکونه پاتې وي او د وتلو لپاره یې هېڅ ډول مهال وېش شتون نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون دوشنبې د اګست ۲۶ مه فرانسه کې د جي ۷ مشرانو د غونډې په څنګ کې خبریالانو ته دغه خبرې کړې دي.

ټرمپ چې تر دې وړاندې یې څو ځلې ویلي یو شمېر امریکایي سرتېري به له افغانستان څخه وباسي د افغان سولې د روانو مذاکراتو په اړه تازه څرګندونو کې زیاته کړې، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو هېڅ مهال وېش شتون نه لري.

هغه زیاته کړې«د وتلو هېڅ مهال وېش نه لري، هر څه چې دي موږ بېړه نه لرو.»

ټرمپ دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې امریکايي استازي له طالب استازو سره د تېرې جمعې ورځې راهیسې پر افغان سوله خبرې روانې کړې دي.

ویل کېږي دواړه لوري د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهال وېش سره هوکړه ته رسېدلي او اوس یې د وتلو په عملي میکانېزم کار کوي.

راپورونه وایي، دواړو لورو پر دې توافق کړی، چې امریکايي ځواکونه په له ۱۴ تر ۲۵ میاشتو پورې له افغانستان څخه وزي او له هرې سیمې چې امریکايي ځواکونه وځي، هغه سیمې به امن سیمې اعلانېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي