۰
سمیه ییز چارواکي:

د میدان وردګ جلریز ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

سی شنبه ۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۲
سیمه ییز چارواکي وایي، د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ امنیتي وضعیت خورا کړکېچن دی او که پر وخت یې غم ونه خوړلی شي، ښایي ولسوالي سقوط شي.
د میدان وردګ جلریز ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده
سیمه ییز چارواکي وایي، د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ امنیتي وضعیت خورا کړکېچن دی او که پر وخت یې غم ونه خوړلی شي، ښایي ولسوالي سقوط شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په دغه ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي او له افغان ځواکونو سره په جګړه دي.

طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې دوی په دغه ولسوالۍ کې عملیات په لار اچولي او له همدې امله د تېرو څو ورځو راهیسې، د کابل – بامیان لار د خلکو پر مخ تړل شوې ده.

راپورونه وايي، له تېرې شنبې ورځې راهیسې د یادې ولسوالۍ په سرچشمه سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده او له سیمې ډېری کورنۍ کډه شوې دي.

د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري هم نن شنبې د وږي ۵ مه جمهور خبري آژانس سره تلېفوني خبرو کې و ویل، چې د ولسوالۍ امنیتي وصعیت کړکېچن دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د ولسوالۍ نېږدې ۹۰ سیمه سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلې او یوازې مرکز او ځینې سیمې د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي.

د هغه په وینا خبره یې له مرکزي حکومت سره شریکه کړې، خو خبرداری ورکوي، چې که پر وخت اقدام ونه شي ښایي دغه ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د جلریز ولسوال وايي، مرکزي حکومت ژمنه ورکړې، چې ډېر ژر به کمانډو ځواکونه دغه ولسوالۍ ته ولېږي او له لاسه وتلې سیمې به بېرته ونیسي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د جلریز د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي