۰

افغان پوځ په ځینو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات پیلوي

سی شنبه ۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۷
ملي دفاع وزارت وايي، په نېږدې راتلونکې کې به په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد تهاجمي عملیات پیل کړي.
افغان پوځ په ځینو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات پیلوي
ملي دفاع وزارت وايي، په نېږدې راتلونکې کې به په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد تهاجمي عملیات پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاته کړې، چې په ځینو ولایتونو دغه ډول عملیات پیل شوي خو وزارت په پام کې لري، چې په یو شمېر نورو ولایتونو کې یې هم پیل کړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، د دې عملیاتو په پیل سره به خلک په نېږدې ورځو کې په امنیتي وضعیت کې د ستر بدلون شاهدان وي.

نوموړي زیاته کړې، په دې عملیاتو کې به هڅه وشي، چې د ترهګرو ډولو او طالبانو مرکزونه او ځالې له منځه یووړل شي او امنیت تامین شي.

دفاع وزارت پر داسې مهال په ځینو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د تهاجمي عملیاتو د پیلولو خبر ورکوي، چې همدا اوس په ځینو ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي او امنیت یې خورا ترینګلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي