۰

افغان حکومت د بین الاافغاني خبرو لپاره د پلاوي چمتو کولو بوخت دی

سی شنبه ۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۸
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، له تېرې څه مودې راهیسې د سولې د بین الاافغاني خبرو لپاره حکومت د یوه پلاوي د چمتو کولو لپاره په سلا مشورو بوخت دی.
افغان حکومت د بین الاافغاني خبرو لپاره د پلاوي چمتو کولو بوخت دی
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، له تېرې څه مودې راهیسې د سولې د بین الاافغاني خبرو لپاره حکومت د یوه پلاوي د چمتو کولو لپاره په سلا مشورو بوخت دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاندې ناجیه نوري ویلي، له دې مشورتي برنامې موخه دا ده، تر چې له هر لوري یو بشبړ پلاوی وټاکل شي.

نوموړي ویلي دا پلاوی به په داسې شکل وټاکل شي، چې وکولی شي له طالبانو سره د خبرو پر میز هغه ډول خبرې او غوښتنې وکړي، چې افغان ولس یې غواړي.

هغې دا هم ویلي، چې د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته به حکومت د طالبانو استازو سره هم وګوري.

خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین رسنیو ته په خپل پخواني دریځ ټینګار کړی ویلي یې دي دوی له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، بلکې په بین الاافغاني خبرو کې به د افرادو په شکل ورسره خبرې وکړي نه د حکومت د استازو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي