د مک د ارزونې او نظارت کمېټه وايي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د فساد ضد مبارزه کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه کمېتې مشر باري سلام نن سه شنبې د وږي ۵ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، د دوی پلټنې ښيي، چې په کورنیو چارو وزارت کې اصلاحات او د فساد پر ضد مبارزه پڅه روانه ده.
د نوموړي په وینا په تېرو شپږو میاشتو کې چې د دوی د کمېټې له خوا د اصلاحاتو په موخه کوم وړاندیزونه وزارت ته شوي و، یوازې درې یې ترې عملي کړي دي.
دی وايي، دوی شپږ میاشت وړاندې ارزونه کې په ګوته کړې وه، چې د کورنیو چارو وزارت، به بشري منابع، تداراکاتو او لوجستیک برخو کې فساد شته، خو په خبره یې په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې استدخدام په برخه کې څه اصلاحات راغلي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د وزارت د ملکي مامورینو د ګومارنې، چې د اداري اصلاحاتو کمېسیون له خوا کېږي او دغه راز د هغوی معاشونه چې د یوه بانکي سیستم له لارې ورکول کېږي یو څه اصلاح شوي دي.
خو د وزارت د نظامي پرسونل د ګمارنې، د هغوی د تقاعد او تبدیلی په برخه کې تر اوسه پورې اصلاحات نه دي شوي او فساد په کې شته دي.
دغه راز هغه و ویل، چې د وزارت د تدارکاتو به برخه کې د فساد د مخینوي لپاره هم لومړني ګامونه پورته شوي، خو بسنه نه کوي، چې باید ورته جدي کار وشي.
د مک کمېټې رییس وايي، چې د وزارت د لوجستیک په برخه کې بیا د فساد پر وړاندې کوم کار نه دی شوی او هغه ۲۰ وړاندیزونه چې د دوی کمېټې د فساد د مخینوي لپاره ورته کړي و، پر ځای پاتې دي او ځنډول شوي.
کورنیو چارو وزارت تر اوسه د مک کمېتې دغه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش