د امریکا او طالبانو هوکړه نهايي شوه، خلیلزاد کابل ته راځي

6 سنبله 1398 ساعت 8:30

باوري سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د افغانستان پر سوله هوکړه نهايي شوې او ډېر ژر به د دغه هوکړه لیک جزیات له افغان حکومت سره شریک شي.


باوري سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د افغانستان پر سوله هوکړه نهايي شوې او ډېر ژر به د دغه هوکړه لیک جزیات له افغان حکومت سره شریک شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالب استازو تر منځ په نهم پړاو ناستو کې پرون د شپې تر لس نیمو بجو پورې خبرې روانې وي.

د دغه خبرو تر پیل وړاندې د طالبانو د قطر ویاند سهیل شاهین په یوه ټوېټ کې ویلي وو هڅه کوي، دا وروستۍ ناسته شي او په کې د هوکړې پاتې ټکي وروستي شي.

خو اوس له قطره باوري سرچینې وايي، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د موافقې پر سر ټولې مسلې حل شوې او موافقه نهايي شوه.

ټاکل شوې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی کابل ته لاړ شي او له افغان چارواکو سره د موافقې د متن او وروستیو پرمختیاوو په اړه معلومات ورکړي.

تر اوسه دا نه ده معلومه، چې هوکړه لیک به څه وخت او چېرته لاسلیک شي، خو ویل کېږي له افغان چارواکو سره د خلیلزاد د معلوماتو له شریکولو وروسته به لاسلیک شي.

د طالبانو او امریکا د هوکړه لیک د ځای په اړه ویل کېږي، چې ښايي د ناورې اسلو ښار کې د یوه کنفرانس په ترڅ کې لاسلیک شي.

خو چین، قطر او ازبکستان چمتووالی ښودلی چې موافقه یې په خاوره کې لاسلیک شي او ویل کېږي، چې روسیه، چین او ملګري ملتونه به د هوکړه لیک ضمانت کوونکي وي.

امریکايي استازو، طالبانو او افغان حکومت په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119775

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119775/

جمهور
  https://www.jomhornews.com