سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د ماین چاودنې له امله د پوهنتون یو استاد وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون سه شنبې د وږي ۵ مه مازیګر مهال د جلال آباد ښار په اومه ناحیه کې د ننګرهار پوهنتون د استادانو په موټر شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چاودنه د چسپکي ماین له امله د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د مشر پوهاند مسعود نیکبخت پر موټر شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې پوهاند مسعود نیکبخت وژل شوی او د پوهنتون دوه نور استادان ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا ټپي استادان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوی او روغتیايي حالت یې ښه دی.
تر اوسه کومې ډلې د دغه چاودنې مسوولیت نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل