۰

د کندهار لپاره د طالبانو مرستیال والي په هوايي برید کې وژل شوی

چهارشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۹
په سویل کې د پوځ چارواکي وايي، د کندهار ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي زرقاوي د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د کندهار لپاره د طالبانو مرستیال والي په هوايي برید کې وژل شوی
په سویل کې د پوځ چارواکي وايي، د کندهار ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي زرقاوي د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن محمد صادق عیسی پر مولوي زرقاوي وړمه شپه د کندهار د غورک ولسوالۍ اړوند سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې برید کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې مولوي زرقاوي، د هغه درې ساتونکي او دوه نور طالب قوماندانان وژل شوي دي.

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت هم د کندهار په غورک ولسوالۍ کې پر طالبانو د هوايي برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې ملکي کسانو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

په ورته وخت کې غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي، چې پرون سهار یې د اروزګان په چارچینو ولسوالۍ کې هم پر طالبانو هوايي برید کړی او د دغه ډلې ۸ غړي یې وژلي دي.

طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي