سعودي عربستان، افغانستان ته ۲۲۰ میلیون سعودي ریال پور ورکوي

6 سنبله 1398 ساعت 10:21

د مالیې وزارت وایي، سعودي عربستان د بیارغونې په برخه کې له افغانستان سره ۲۲۰ میلیون سعودي ریال د پور مرسته کوي.


د مالیې وزارت وایي، سعودي عربستان د بیارغونې په برخه کې له افغانستان سره ۲۲۰ میلیون سعودي ریال د پور مرسته کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان ته د سعودي له خوا د ۲۲۰ میلیون سعودي ریالو د پور ورکړې دوه جلا جلا تړونونه شوي دي.

دغه تړونونه سعودي عربستان ته د ولسمشر غني او ورسره پلاوي د سفر پر مهال د افغانستان د مالیې د سرپرست وزیر همایون قیومي او د سعودی عربستان د پراختیايي صندوق د چارواکو تر منځ لاسلیک شوي دي.

د دغه قرادادونو پر بنسټ به سعودي عربستان افغانستان ته ۲۲۰ میلیون سعودي ریال چې څه پورته ۵۲ میلیون امریکایي ډالر کېږي ورکوي.

د مالیې وزارت چارواکي وايي، په دې پیسو به د کابل حلقوي سړک یوه برخه او د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې ۱۰۰ ښوونځي جوړ کړي.

له دې ۲۲۰ میلیون سعودي ریالو څخه ۱۸۰ میلیونه یوازې د کابل د حقلوي سړک او پاتې نور یې د ۱۰۰ ښوونځیو جوړولو لپاره ورکول کېږي.

د مالیې وزارت ویاند شمع روز خان مسجدي وايي، د لاسلیک شویو قراردادونو پر اساس به افغان حکومت سعودي عربستان ته بېرته همدا پورونه ۴۰ کاله وروسته ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119786

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119786/

جمهور
  https://www.jomhornews.com