کورنیو چارو وزارت وايي، پکتیکا ولایت کې د افغان پولیسو سره نښته کې د یوه کلیدي غړي په ګډون ۳۷ طالبان وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن چهارشنبې د وږي ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ د پولیسو او طالبانو تر منځ نښته، د پکتیکا – پکتیا لویې لارې تر منځ د زرمت ولسوالۍ سرکۍ سیمه کې شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې نښته کې د طالبانو د یوه کلیدي کس موسی په ګډون ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
دغه راز کورنیو چارو وزارت وايي، په جګړه کې د طالبانو پنځه عرادې موټر سایکلونه، یو میل پیکا، پنځه میله کلاشنکوفونه او ګڼ چاوېدونکي توکي هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
وزارت په دغه جګړه کې یوازې د یوه ملي پولیس د ټپي کېدو پخلی کړی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل