کندهار کې دوه ښځینه پولیسې وژل شوې دي

6 سنبله 1398 ساعت 11:06

سیمه ییز چارواکي وایي، ناپېژانده وسله والو کسانو کندهار ولایت کې دوه ښځینه پولیسو ډزې کړې او وژلې یې دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، ناپېژانده وسله والو کسانو کندهار ولایت کې دوه ښځینه پولیسو ډزې کړې او وژلې یې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د وږي ۶ مه د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوند مدد څلور لارې ته نېږدې شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند څارمن جمال بارکزی وايي، دغه ښځینه پولیسې له کوره د دندې په لور روانې وې، چې مدد څلور لاري ته نېږدې پرې ناپېژانده وسله والو غلچکي برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په برید کې لومړی دغه ښځیه پولیسې ټپیانې شوې خو وروسته یې په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د کندهار د پولیسو د ویاند په وینا وژل شوې ښځینه پولیسې فرزانه او روبینه نومېږي او د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې یې دنده درلوده.

څارمن بارکزی وايي، د پېښې د عاملینو د نیول کېدو عملیات پیل شوي خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 119792

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119792/

جمهور
  https://www.jomhornews.com