دفاع وزارت په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۳۱ وسله والو د وژلو خبر ورکړی

6 سنبله 1398 ساعت 11:49

ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال ۱۸۱ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال ۱۸۱ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د وږي ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي طالبانو ته یاده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې.

سرچینه وایي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ کډ تهاجمي، ۷۴ ځانګړي کمانډويي، او ۳۰ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي دی.

عملیات په پکتیکا، پکتیا، غزني، زابل، کندهار، اروزګان، هلمند، بادعیس، ننګرهار، بلخ او فاریاب ولایتونو کې تر سره شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې عملیاتو په نتیجه کې د سرې قطعې د دوه قوماندانانو او دوه داعشیانو په ګډون ۱۳۱ طالبان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119794

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119794/

جمهور
  https://www.jomhornews.com