۰
طالبانو ته نېږدې سرچینه:

تر څلور ورځو به د سولې هوکړه رسمآ لاسلیک او اوربند به اعلان شي

چهارشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۲
طالبانو ته نېږدې سرچینه وایي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه وروستی شوې او تر راتلونکو څلور ورځو پورې به دغه دغه هوکړه په رسمي ډول د ناروې پلازمېنه اسلو ښار کې لاسلیک شي.
تر څلور ورځو به د سولې هوکړه رسمآ لاسلیک او اوربند به اعلان شي
طالبانو ته نېږدې سرچینه وایي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه وروستی شوې او تر راتلونکو څلور ورځو پورې به دغه دغه هوکړه په رسمي ډول د ناروې پلازمېنه اسلو ښار کې لاسلیک شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینه زیاتوي، چې د سولې د هوکړې له لاسلیک سره سم به اوربند هم اعلان شي او وروسته به بین الاافغاني خبرې پیل شي.

پخواني طالب چارواکي مولوي قلم الدین هم د دغه خبرو پخلی وکړ، ویې ویل، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه وروستۍ شوې ده.

د قلم الدین په وینا د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه، په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوې، چې تر راتلونکو څلورو ورځو پورې به د ناروې پلازمېنه اسلو ښار کې رسمآ لاسلیک شي.

دی وایي، د هوکړې د لاسلیک پر مهال به د ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو او اروپايي ټولنې استازي هم شتون ولري او د هغوی پر وړاندې به لاسلیک شي.

نوموړي جمهور خبري آژانس ته په تلېفوني اړیکه کې و ویل«د امریکا او طالبانو نهم پړاو خبرې تېره شپه پای ته ورسېدې، دواړو لورو د ځواکونو پر وتلو او له افغانستانه امریکا ته د بیا ګواښ نه پېښېدو پر سر توافق شوی دی.»

دغه راز ښاغلي قلم الدین زیاته کړه، چې د موافقه لیک پر عمومي اوربند، د بین الاافغاني خبرو پر پیل او ولسمشرۍ ټاکنو پر ځنډ هم موافقه شوې ده.

د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډول هغه څه دي، چې په اړه یې تر اوسه رسمآ د طالبانو او امریکايي استازو له لوري څه نه دي ویل شوي، خو افغان حکومت یې پر تر سره کېدو ټینګار کوي.

خو مولوي قلم الدین وایي، د جګړې په حالت کې ټاکنې ناشونې دي ځکه د افغانستان خلک لومړی سوله غواړي نو ځکه اوس ټاکنو ته اړتیا نشته.

دغه پخوانی طالب چارواکی وايي، چې په هوکړه لیک کې د راتلونکې حکومت نوعیت چې جمهوریت وي، که امارت او یا هم د رهبري شورا په دې اړه به بین الاافغاني ناسته کې خبرې وشي.

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ نهم پړاو خبرې تېره شپه پای ته رسېدلې او ویل کېږي زلمی خلیلزاد به نن کابل ته راشي او هوکړې جزیات به له افغان ولسمشر او نورو حکومتي چارواکو سره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي