طالبان:

له امریکا سره هوکړې ته بېخي نېږدې شوي یو، ډېر ژر به خلک ښه زېری واوري

6 سنبله 1398 ساعت 14:20

په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین وایي، طالبان او امریکا سره هوکړې ته بېخي ډېر نېږدې شوي او ډېر ژر به خلک یو ښه زېری واوري.


په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین وایي، طالبان او امریکا سره هوکړې ته بېخي ډېر نېږدې شوي او ډېر ژر به خلک یو ښه زېری واوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سهیل شاهین نن چهارشنبې د وږي ۶ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې له امریکا سره لا هم مذاکرات روان دی.

تر دې وړاندې طالبانو ته نېږدې سرچینو ویلي و، چې دواړه لوري هوکړې ته رسېدلي او یوازې د هوکړه لیک متن چې په دریو ژبو لیکل شوی د جزیاتو پر بڼې باندې کار کوي.

خو سهیل شاهین ویلي، چې مذاکرات نن هم دوام لري او زیاته کړې یې ده«وروستي توافق ته نېږدې شوي یو، هیله ده ژر به خپل مسلمان او خپلواکي غوښتونکي ولس ته ښه زېری ولرو.»

راپورونه وايي، دا چې خبرې پای ته ورسېږي نو د هوکړې د لاسلیک پر مهال به د قطر د امیر تر څنګ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون به د یو شمېر نورو هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.

ځینې سرچینې زیاتوي، ښايي هوکړه لیک په قطر کې لاسلیک شي خو ځینې بیا وایي، د لومړي لاسلیک وروسته به په راتلونکو څلورو ورځو کې هوکړه په رسمي ډول د ناروې پلازمېنه اسلو ښار کې لاسلیک شي.

د سرچینې په وینا د لاسلیک پر مهال به د ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو او اروپايي ټولنې استازې هم شتون ولري او د کره ورځې د ټاکلو او معلوماتو شریکولو لپاره خلیلزاد کابل ته روان دی.

سرچینې زیاتوي، چې د هوکړه لیک له رسمي لاسلیک سره سم به عمومي اوربند هم اعلان شي.

د یادونې ده، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې نهم پړاو خبرې له تېرې جمعې ورځې راهیسې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 


د مطلب کود: 119798

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119798/

جمهور
  https://www.jomhornews.com