د انټرپول پولیسو سکرتر جنرال وايي، له افغانستان سره به اړیکې تر پخوا زیاتې پراخې او د ترورېزم له شبکو، د نشه یي توکو قاچاق او پیسو وینځلو سره په مبارزه کې به د دې سازمان همکارۍ زیاتې شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یورګن سټاک دغه څرګندونې نن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتنه کې کړې او دواړو لورو د ترورېزم د ګډو ګواښونو، د نشه یي توکو د تولید او قاچاق شبکو، پیسو وینځلو او د پیسو د غیر قانوني دوران په اړه خبرې کړې دي.
یورګن ساټک ویلي، چې ترهګري، د نشه يي توکو د قاچاق شبکې، پیسې وینځل او د غیر قانوني پیسو دوران د ټولو هېوادونو لپاره ګډ خنډ او ګواښ دی.
نوموړي ژمنه کړې، چې افغانستان سره به اړیکې تر پخوا زیاتې پراخې او د ترورېزم له شبکو، د نشه یي توکو قاچاق او پیسو وینځلو سره په مبارزه کې به ددې سازمان همکارۍ زیاتې شي.
هغه وايي، په یوه داسې پلان کار کوي چې پر اساس به یې د تعقیب په موخه، د سازمان شوو او تر سیمې هاخوا جرمونو، د نشه یي توکو د قاچاق شبکو او پیسو وینځلو په اړه اطلاعات د افغانستان له حکومت سره شریکېږي.
د انټرپول پولیسو سکرتر جنرال یورګن سټاک ټینګا کړی، چې د دغو شبکو مالي سرچینې به تشخیص او لمنځه یوسي.
په ورته وخت کې ولسمشر غني هم ویلي، چې ترهګري، د نشه يي توکو قاچاق او پیسې وینځل د نړۍ ټولو هېوادونو ته ګډ ګواښ دی، خو په وینا یې د نړۍ هېوادونه تر اوسه نه دي توانېدلي، چې هغه ته یو واحد تعریف او ارزونه رامنځ ته کړي.
د ارګ د خبرپاڼې په بنسټ ولسمشر غني ټینګار کړی، چې انټرپول سازمان باید د نړۍ هېوادونو ته د ګواښونو د تعریف او ارزونې واحده مرجع وي.
ولسمشر ویلي، چې د دې شبکو د فعالیت مخنیوی اړین دی او د دغو شبکو لمنځه وړلو لپاره باید نړیواله اجماع غښتلې شي.
ښاغلي غني وړاندیز وکړ چې د انټرپول سازمان غړي هیوادونه له دغو شبکو او سازمان شوو جرمو سره د مبارزې مؤثریت لپاره، خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي او د انټرپول پولیسو رهبران دې د دغو ګواښونو لمنځه وړلو لپاره، لس کلن ګډ لیدلوری برابر کړي.
جمهور خبري آژانس:کابل