لاوروف:

مسکو چمتو دی، د طالبانو او امریکا د موافقې تضمین وکړي

7 سنبله 1398 ساعت 9:19

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، مسکو چمتو دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د هوکړې تضمین کوونکی و اوسي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، مسکو چمتو دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د هوکړې تضمین کوونکی و اوسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لاوروف دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ویل کېږي امریکا او طالبان هوکړې ته رسېدلي او د سولې هوکړه یې وروستۍ کړې ده.

د راپورونو له مخې طالبان او امریکا له تېرې جمعې د افغان سولې په تړاو په خبرو سره بوخت و، چې پرون دواړو لورو تایید کړې، چې هوکړه ته بېخي نېږدې شوې دي.

ځینې راپورونه وایي، هوکړه شوې او یوازې د موافقې د پښتو او انګلیسي متن د ځینو ټکو په وضاحت کار کوي، چې سره توپیر ونه لري او معلومه شي، چې یو ټکی څو معناوې ورکولی شي.

د راپورونو پر بنسټ ویل کېږي د سولې د هوکړې پر مهال به د قطر امیر، د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیر او د یو شمېر نور هېوادونو استازي شتون ولري.

روسیې څرګنده کړې، چې دوی د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړې تضمین کولو ته چمتو دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماریا زاخاروو د خپل وزیر سرګي لاوروف له قوله ویلي روسیه تیاره ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو او د طالبانو د تحریک ترمنځ د موافقې د لاسلیکوونکو درېم اړخ یا تضمینوونکی وي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي و مسکو چمتو دی، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې ضمانت وکړي.

دغه راز طالبانو ته نېږدې سرچینو هم ویلي، چې د طالبانو له لوري به روسیه، چین او پاکستان د هوکړې ضمانت وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119814

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119814/

جمهور
  https://www.jomhornews.com