۰
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر:

د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو

پنجشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۳
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ټینګار کړی، چې هېواد به یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د افغان پوځ او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ټینګار کړی، چې هېواد به یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د افغان پوځ او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاروف دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د وږي ۶ مه له خپل هندي سیال سوبراهمانیام جیشنکر سره له کتنې وروسته په یوه خبري ناسته کې کړې دي.

لاروف  ویل، چې روسیه د افغانستان ملي اردو او امنیتي ځواکونو ته وسلې او تجیهزات ورکوي او دغه لړۍ ته به دوام ورکړي.

د هغه په وینا ځکه له افغان ځواکونو سره مرسته کوي، چې دمګړی هغوی په یوازې توګه نه شی کولی د ترهګرۍ ګواښ له منځه یوسي نو هلو ځلو ته اړتیا ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې باید دوه ګونی چلند ونه شي ځکه داعش هڅه کوي، د افغانستان په ګدون په بېلا بېلو هېوادونو کې د پښې ځای پیدا کړي.

هغه ویلي، د داعش په اړه یې خطرناک راپورونه تر لاسه کړي او دې ډلې د افغانستان په شمال کې فعالیت زیات کړی او هڅه کوي له افغانستانه د سیمې نورو هېوادونو ته د پله په توګه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی ولادیمیر ورانکوف هم ویلي داعش او حزب التحریر ډله په افغانستان کې د جنګیالیو د جلب و جذب پروسه چټکه کړې ده.

نوموړي د امنیت شورا غونده کې د داعش ګواښونو ته په اشارې ویلي، دغه ډله افغانستان کې ۴ زره سرتېري لري.

هغه ویلي، چې د داعش جنګیالي تر ډېره د افغانستان ختیځ ننګرهار او کونړ ولایتونو کې مېشت دي او سیمې ته د رسېدولپاره د افغانستان له خاورې د پله کار اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي