سهیل شاهین:

د سولې خبرو کې پرمختګ شوی خو نن به هم دوام ولري

7 سنبله 1398 ساعت 10:56

قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي د طالبانو او امریکا تر منځ د تېرې شپې خبرو کې هم پرمختګ شوی او نن به هم دا خبرې دوام ولري.


قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي د طالبانو او امریکا تر منځ د تېرې شپې خبرو کې هم پرمختګ شوی او نن به هم دا خبرې دوام ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شاهین په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دوی پرون د شپې تر دوه نیمو بجو پورې له امریکایي لوري سره په خبرو بوخت وو.

د هغه په وینا دې ناسته کې د طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ګډون درلود.

نوموړي ویلي، چې په دې خبرو کې په مهمو ټکو پرمختګ شوی او نن پنشنبې د وږي ۷ مه به یوه بجه یو ځل بیا د طالبانو او امریکايي لوري تر منځ ناسته وشي.

ځینې سرچینې وايي، دواړه لوري هوکړې ته رسېدلي او اوس یوازې د هوکړه لیک د متن په پرتله کولو چې په دریو ژبو، پښتو، دري او انګلیسي لیکل شوی او دغه لاز د لاسلیک لپاره په چمتوالو بوخت دي.

سهیل شاهین هم پرون په یوه بل ټوېټ کې ویلي و، چې هوکړې ته بېخي نېږدي شوي او ډېر ژر به خلکو ته ښه زېری ولري.

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د تېرې جمعې ورځې راهیسې د سولې نهم پړاو خبرې جریان لري، چې په پای ته رسېدو به یې خلیلزاد کابل ته راشي او ټول جزیات به له ولسمشر غني او نورو حکومتي چارواکو سره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 119828

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119828/

جمهور
  https://www.jomhornews.com