۰
نبیل:

هغه سوله چې د پاکستان له لاري راځي د افغانستان په خیر نه ده،داسې سوله نه غواړو، چې سپین بیرغ په کې په تور بدل شي

پنجشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۳
ولسمشرۍ ته نوماند او د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، ټول افغانان سوله غواړي، خو داسې سوله چې باغزته، تل پاتې وي نه داسې سوله چې یوه اوونۍ وي.
هغه سوله چې د پاکستان له لاري راځي د افغانستان په خیر نه ده،داسې سوله نه غواړو، چې سپین بیرغ په کې په تور بدل شي
ولسمشرۍ ته نوماند او د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، ټول افغانان سوله غواړي، خو داسې سوله چې باغزته، تل پاتې وي نه داسې سوله چې یوه اوونۍ وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نبیل چې نن پنشنبې د وږي ۷ مه یې د ټاکنیز کمپاین یوې غوندې ته میدان وردګو ولایت کې خبرې کولې و ویل، افغانان هغه سوله نه غواړي، چې سپین بیرغ په کې په تور بدل شي.

د نبیل په وینا ټول ولس سوله غواړي خو دا یې حق دی، چې پوه شي سوله په کوم قمیت، څه ډول او د چا له خوا ورته راوستل کېږي.

نوموړي و ویل، چې سوله داخلي، سیمه ییز او نړیوال بعد لري، چې افغانان په ټولو حالتونو کې سوله غواړي، خو داسې سوله نه چې په داخلي بعد کې یې لاس پرې تړلي وي او د یوې اوونۍ لپاره سوله وشي.

هغه و ویل«هغه افغان نه دی چې سوله نه غواړي، خو داسې سوله نه چې یوه هفته وي، سپین بیرغ په تور بدل شي او زموږ ولس بیا په بمونو کېنول کېږي، داسې سوله نه غواړو، چې په داخلي بعد کې یې زموږ لاس تړلي وي او اسې سوله د هېواد په ګټه نه ده.»

ښاغلي نبیل ټینګار وکړ، هغه سوله چې د بهرنیو له خوا او د پاکستان له لارې افغانستان ته راوستل کېږي، د هېواد په خیر نه ده، بلکې دا غلامي ده او ولس باید بیداره اوسي.

نوموړي و ویل«د پاکستان له لارې سوله غلامي ده، موږ باید دا سوال وکړو، چې ولې په دې سوله کې شامل نه یو، باید پوښتنه وشي، چې په څه مسایلو سوله روانه ده، په دې کې باید ټول ملت محتاط و اوسو، د الفت صیب شعر دی، آزادي چې خیراتي وي یا د چا مهرباني، افتخار به پرې ونه کا که همت یې افغاني وي.»

هغه پر ولس یو ځل بیا غږ وکړ، چې په سوله کې جمهوریت باید ورته سور خط وي او د داسې سولې لپاره سره یو موټی شي، چې باعزته او تل پاتې وي.

نبیل د خپلو خبرو په دوهم برخه کې د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې په افغانستان کې د امریکا، ارپاو او نورو لوېدیځو هېوادونو پلانونه او طرحې کار نه ورکوي، بلکې موږ باید د ولس له غوښتنو سره سم په هره برخه کې پرمختګ ته لار هواره کړي.

نوموړي و ویل، په تېرو ۱۸ کلونو کې چې د امریکا او لوېدیځ پلانونه او طرحې دلته پلي کېدل یو یې هم کارنده او بریالي نه و، ځکه نه امنیت راغی، نه اقتصاد پرمختګ وکړ او نه هم سیاست جووړ شو.

ده و ویل، تر څو چې د ارګ او جومات، ملا او معلم، ښوونځي او مدرسې، کلیوال او ښاري تر منځ فاصلې لنډې نه کړی شي او ملت یو موتی نه شي تر هغې هېڅ ډول پرمختګ امکان نه لري.

د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند زیاته کړه، چې په حکومت او سیاسیون کې ځینې خاصې کړی شته، چې د خپلو شخصي ګټو او پردیو لپاره هڅه کوي، چې د قومونو تر منځ نفاق رامنځ ته کړي او خپلې موخې تر لاسه کړي.

هغه پر ولس غږ وکړ، چې نور د دغه ډول کړیو په خبرو تېر نه شي بلکې پر وړاندې یې ودرېږي او هېواد د نفاق له دغه اور څخه وساتي.

دی وایي، تر هغه چې په حکومت او دفتر کې درته بهرنۍ استخباراتي کړۍ ناستې وي او تر څو چې یو شمېر سیاسي کړۍ قومي تعصبونو ته لمن وهي او نفاق درته کوي، نه سوله راتلای شي نه پرمختګ.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي