۰

روسي او قطري چارواکو پر افغان سوله خبرې کړې

شنبی ۹ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۲
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل قطري سیال او مرستیال لومړي وزیر محمد الثاني سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
روسي او قطري چارواکو پر افغان سوله خبرې کړې
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل قطري سیال او مرستیال لومړي وزیر محمد الثاني سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، لاوروف او الثاني په دغه تلېفوني اړیکه کې د افغان سولې پروسې په پرمختګونو، د سوریې د بحران په اړه نظریات سره تبادله کړي دي.

که څه هم په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو له دې وړاندې لاوروف ویلي و مسکو چمتو دی، چې د طالبانو ضمانت وکړي.

لاروف او الثاني پر داسې مهال په افغان سوله خبرې کوي، چې هلته د قطر پلازمېنه دوحه کې له تېرو ۹ ورځو راهیسې د امریکا او طالبانو تر منځ په سوله خبرې روانې دي.

راپورونه وايي، د دواړو اړخونو له لوري د سولې هوکړه نهايي شوې خو لا هم په ځینو جزیات شاربلو سره بوخت دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي