۰
د امریکا د پوځ مشر:

نه غواړو افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي

شنبی ۹ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۹
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې امریکا نه غواړي افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.
نه غواړو افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې امریکا نه غواړي افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډنفورډ څو ورځې وړاندې هم همدا خبره کړې وه او ویلي یې و، افغانستان کې د ثبات په اړه باید ډاډ تر لاسه کړو.

د هغه په وینا له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره تر وخت وړاندې ده او دا کار به شرایطو ته په کتو تر سره کېږي.

اوس یې په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي امریکا نه غواړي افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي، بلکې امریکا هلته د افغانانو تر منځ د یوې هوکړې په لټه کې ده.

جنرال ډنفورډ زیاته کړې، د افغانانو تر منځ د داسې خبرو په اړه فکر کوي چې په افغانستان کې د سولې او امنیت سبب شي، څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي.

هغه ټینګار کړی، چې له پرمختګونو سره سره باید دا ډاډ تر لاسه شي، چې د ترهګرۍ ضد موخو ته رسېدلي یو.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د تېرې پنشنبې په ورځ ویلي، له افغانستانه ځواکونه کموي، خو ټول نه باسي.

هغه ویلي افغانستان کې به تر ۸۶۰۰ سوه پورې سرتېري پاتي دي.

د ټرمپ له تازه څرګندونو ښکاري، چې هغه د امریکايي جنرالانو او سناتورانو خبرداریو او ګواښونو ته تن ورکړی او د ټولو سرتېرو له ایستلو په شاه شوی دی.

د امریکا مشهور سناتور لندیسي ګراهام څو ورځې وړاندې د امریکا له ولسمشر ټرمپ غوښتي و، چې افغانستان کې د سرتېرو شمېر تر ۸۶۰۰ راکم نه کړي.

هغه خبرداری ورکړی و، که ټرمپ سرتېري کم کړي، نو القاعده او داعش چې بیا د ریښې غځولو په حال کې ده، امریکا ته په یوه ګواښ بدله شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي