د بښنې نړیوال سازمان پر پاکستان غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې په دغه هېواد کې د پښتنو ځپلو لړۍ ته د پای ټکی کېږدي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د پاکستان پوځ او استخباراتو په دې هېواد کې د پښتنو او بلوڅانو ځپلو ته چې له وړاندې یې هم دا کار کاوه په دې وروستیو کې شدت ورکړی دی.
د پاکستان د حکومت له لوري د پښتون ځپلو دغه لړۍ له هغې وروسته نوره هم زیاته شوه، چې د منظور پښتون په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ راپورته شو.
د دغه لړۍ په ترڅ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې مخکښ غړی لکه ارمان لوڼی په کوته کې او ځینې نور یې په خیبرپښتونخوا او وزیرستان کې و وژل شول او ځینې مهم او کلیدي غړي یې ونیول شول.
علي وزیر او محسن داوړ چې د دغه غورڅنګ مهم او مخکښ کسان دي، څو میاشتې وړاندې د پاکستان د حکومت له خوا ونیول شول او لا هم په زندان کې دي.
په همدې وخت کې د بښنې نړیوال سازمان پر پاکستان غږ کړي، چې دې هېواد کې د پښتنو د حقونو د مدافعانو ځپل پای ته ورسوي.
د بښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مرستیال عمرواړایچ له اسلام اباده غوښتي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر وړاندې ځپونکي اقدامات باید پای ته ورسوي.
نوموړي ویلي چې د دې غورځنګ ټول توقیف شوي غړي او نور سوله ییز فعالان باید سمدستي خوشې شي.
یاد سازمان دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرضد ځپونکی کمپاین د دې غورځنګ د څو نورو غړو په نیول کېدو سره لا سخت شوی او د روان کال له پیل راهیسې د دې غورځنګ په لسګونو فعالان نیول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل