د یوې جرمي شبکې خطرناک مشر پهلوان جمشد وژل شوی

9 سنبله 1398 ساعت 9:24

د کورنیو چارو وزارت وایي، پلازمېنه کابل کې د یوې جرمي خطرناکې شبکې رییس پهلوان جمشد له پولیسو سره نښته کې تر ټپي کېدو وروسته وژل شوی دی.


د کورنیو چارو وزارت وایي، پلازمېنه کابل کې د یوې جرمي خطرناکې شبکې رییس پهلوان جمشد له پولیسو سره نښته کې تر ټپي کېدو وروسته وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د وږي ۹ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، جمشد یو له خطرناکه جرمي کسانو و، چې پولیسو یې د نیولو په لټه کې وو.

سرچینه زیاتوي، نوموړي هغه مهال د پولیسو له خوا ونیول شو، چې د خپل ګروپ تر منځ نښته کې ټپي شوی وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پهلوان جمشدی تر ټپي کېدو وروسته پولیسو ونیوه او روغتون ته یې ولېږداوهو خو به روغتون کې ومړ.

کورنیو چارو وزارت وایي، پهلوان جمشد د کابل ښار په مختلفو برخو کې وسله والو غلاو، قتلونو او چور ډاکو اچولو باندې تورن وو.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دغه سره د هغه دوه ملګري او د ګروپ غړي هم د پولیسو له خوا نیول شوي، چې دا مهال تر پلټنو لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119852

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119852/

جمهور
  https://www.jomhornews.com