افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، یو امریکايی سرتېری په دغه هېواد کې د پوځي عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ناټو پرون د اګست ۲۹ مه د دغه امریکايي سرتېري د وژل کېدو پخلی په یوه خبرپانه کې کړی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
په خبرپاڼه کې یوازې دومره راغلي، چې دغه سرتېری د نظامي عملیاتو پر مهال وژل شوی خو دا یې نه دي ویلي، چې د افغانستان په کومه سیمه کې.
په افغانستان کې دغه امریکايي سرتېری پر داسې مهال وژل کېږي، چې هلته قطر کې د افغان سولې پر سره د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې روانې دي او ویل کېږي دواړه لوري هوکړې ته رسېدلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل