۰

د قطر د سولې نهم پړاو مذاکرات نهمې ورځې ته داخل شول

شنبی ۹ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۸
قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې نهم پړاو مذاکرات نهمې ورځې ته داخل شول او دغه خبرې به نن هم دوام ولري.
د قطر د سولې نهم پړاو مذاکرات نهمې ورځې ته داخل شول
قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې نهم پړاو مذاکرات نهمې ورځې ته داخل شول او دغه خبرې به نن هم دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نهم پړاو خبرې له تېرو ۹ ورځو راهیسې روانې دي، چې پرون دواړو لورو دمه کړې او نن شنبې د وږي ۹ مه به بیا یو ځل سره جرګه شي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې پرون جمعه رخصتۍ او خپل منځي خبرو ته ځانګړې شوې وه او نن شنبې به بیا مذاکرات پیل شي.

د شاهین په وینا نننۍ ناسته به نن ۹:۳۰ بجې پیل شي او دوام په وکړي، تر چې په پاتې ټکو هم یوې نتیجې ته ورسېږي.

نوموړي که څه هم په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو څو ورځې وړاندې یې ویلي و دواړه لوري بېخي ډېر هوکړې ته سره نېږدې شوي دی.

د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې پر داسې مهال لا هم دوام لري، چې امریکا ولسمشر په تازه څرګندونو کې ویلي، له افغانستانه ځواکونه کموي، خو قوي استخباراتي ډله به تل افغانستان کې پاتې وي.

هغه ویلي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور اړین دی او تر ۸۶۰۰ پورې سرتېري به دغه هېواد کې پاتي شي.

خو طالبانو له پیله په دې ټینګار کړي، تر چې یو بهرنۍ سرتېری افغانستان کې شتون ولري د دوی جګړه به هم روانه وي.

د ټرمپ څرګندونو ته د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین غبرګون ښودلی، چې دوی له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو وتل غواړي او تر هغه چې یو امریکايي هم شتون ولري، جګړه به ونه درېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي