۰
دفاع وزارت:

قندوز ته کمانډو ځواکونه رسېدلي، طالبان د ماتې په حالت کې په یوه روغتون کې پټ دي

شنبی ۹ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۵
ملي دفاع وزارت وایي، قندوز ته تازه دمه کمانډو او نور امنیتي ځواکونه رسېدلي او پر طالبانو یې مرګوني ځمکني او هوایي بریدونه پیل کړي دي.
قندوز ته کمانډو ځواکونه رسېدلي، طالبان د ماتې په حالت کې په یوه روغتون کې پټ دي
ملي دفاع وزارت وایي، قندوز ته تازه دمه کمانډو او نور امنیتي ځواکونه رسېدلي او پر طالبانو یې مرګوني ځمکني او هوایي بریدونه پیل کړي دي.

جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو تېره شپه له څلورو خواو پر قندوز ښار بریدونه پیل کړي، ځینې برخې یې نیولې او جګړه لا هم روانه ده.

ملي دفاع وزارت وايي، نه یوازې د قندوز بلکې د ځینو نورو کاونډیو ولایتونو نه هم طالبان جګړې ته ورغلي و چې اوس یې پر ضد د افغان ځواکونو له خوا پراخ عملیات پیل شوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي نن شنبې د وږي ۹ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال و ویل، چې تازه دمه ځواکونه قندوز ته رسېدلي او پر طالبانو یې مرګوني هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړي.

د هغه په وینا ټولې سیمې له طالبانو پاکې شوې او یوازې دوه سیمې، چې یوه کې یې روغتون دی، طالبانو ملکي وګړي د سپر په توګه یرغمل کړي، له همدې امله هلته عملیات ورو روان دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې افغان ځواکونه کولی شي ډېر ژر طالبان له دغه سیمې هم وباسي، خو دا چې هلته ملکي وګړي دي نو نه غواړي، چې هغوی ته زیان ورسېږي.

د ملي دفاع وزارت وایي، زیاته کړه، چې د افغان ځواکونو له خوا په پیل شویو عملیاتو کې تر اوسه ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي او سولې او مهمات یې افغان ځواکونو ترلاسه کړي دي.

د احمدزي په خبره پر قندوز د طالبانو د برید موخه دا ده، چې د په وردوج، یمګان، او د بدخشان په ځینو نورو سیمو کې د افغان ځواکونو له خوا پیل شوي عملیات مختل کړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند ډاډ څرګند کړ، چې قندوز ښار د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی او ډېر ژر به له پاتې سیمو هم طالبان پاک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي