۰
واشنګټن پوست:

پر افغان سوله د ټرمپ او جان بولټون اختلاف، بولټون د افغان سولې په غلیم بدل شوی

شنبی ۹ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۴
واشنګټن پوست ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د ملي امنیت سلاکار جان بولټن تر منځ په افغان سوله اختلافات راپورته شوي.
پر افغان سوله د ټرمپ او جان بولټون اختلاف، بولټون د افغان سولې په غلیم بدل شوی
واشنګټن پوست ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د ملي امنیت سلاکار جان بولټن تر منځ په افغان سوله اختلافات راپورته شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپانه وايي، ټرمپ د افغانستان په اړه د خپل ملي امنیت سلاکار مشوره نور نه مني، ځکه پر هغه بې باوره شوی او امریکا له افغان تګلارې څنډې ته کړل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د روانې اوونۍ په لومړیو کې چې د ټرمپ لوړ پوړو همکارانو د افغانستان راتلونکې په تړاو یوې مهمې ناستې ته چمتوالی کاوه، د بلل شویو کسانو په نوملړ کې د یوه لوړ پوړي چارواکي، چې د ملي امنیت سلاکار جان بولټون دی، نوم نه وو.

لوړ پوړو امریکايي چارواکو چې نومونه یې نه دي په داګه شوي ورځپاڼې ته ویلي، په عادي ډول دغه راز غونډو کې د تر ټولو لوړ پوړي امنیتي سلاکار ګډون مهم وي، خو د بولټون د نوم نه شتون تېروتنه نه وه.

ورځپاڼې د دغه چارواکو له قوله ویلي، د ښاغلي بولټون چې له اوږدې مودې راهيسې د نړۍ په لر او بر کې د امريکا پراخ پوځي حضور هڅاوۀ، د امريکا په حکومت کې د ننه د افغان جګړې د ختمولو لپاره د سولې د رادبره کېدونکي تړون په ټينګ غليم بدل شوى.

چارواکو زياته کړې چې ډيپلوماتيکو هلوځلو سره د ښاغلي بولټون مخالفت ولسمشر ټرمپ په غوسه کړى او دا د دې لامل شو چې د ښاغلي ټرمپ لوړ پوړي چارواکي ښاغلى بولټون د دغه حساس تړون په تړاو له خبرو بهر وساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي