ارګ هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې د امریکا او طالبانو تر منځ د قطر مذاکراتو کې د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه هم خبرې اترې شوې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن شنبې د وږي ۹ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې د سولې او د روانو مذاکراتو په اړه د افغان حکومت تګلاره له وړاندې معلومه ده.
نوموړي و ویل، چې افغان حکومت او ولس ته جمهور سره کرښه ده او جموریت د افغانستان نظام دی، چې په سر یې هېڅ ډول معامله د منلو نه ده.
د صدیقي په وینا د افغان حکومت او ولس د سولې تګلاره لویې مشورتي جرګې ټاکلې او هغه په افغانستان کې د جګړې پای، بین الاافغاني خبرې او جمهوري نظام دی.
نوموړي هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې د قطر په روانو مذاکراتو کې د راتلونکي نظام پر جوړښت هم خبرې شوې دي.
د ولسمشر ویاند و ویل، چې په خواشنۍ سره دا د قطر له خبرو بېرون د ځینو طالب پلوه کړیو تبلیغات دي چې کوي یې او هېڅ بنسټ نه لري.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه، چې د قطر په روانو مذاکراتو کې پر همغه څلورو ټکو، چې د بهرنیو ځواکونو وتل، نورو هېوادونو ته نه ګواښ پېښول، اوربند او بین الاافغاني خبرو ته په کېناستل بحثونه شوي او لا هم روان دي.
د ولسمشر ویاند د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع ته په اشارې و ویل، افغانستان او امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې دوه شریک باڼي دي او د ترهګرۍ ګواښ دواړو ته متوجه دی نو دې ته په کتو له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل به هم په شرایطو پورې اړه ولري.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې امریکايي او طالب استازو هم دا خبره رد کړې، چې ګڼې د قطر مذاکراتو کې یې د راتلونکي نظام په اړه خبرې کړې دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم څو ورځې وړاندې ویلي و، چې دوحه کې د راتلونکي نظام په اړه خبرې نه دي شوي، بلکې دا د افغانانو خپل منځي کار دی او په بین الاافغاني ناسته کې به پرې خبرې وشي.
قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند هم ویلي و، چې د راتلونکي نظام او اوربند په اړه په بین الاافغاني مذاکراتو کې هغه مهال بحث وشي، چې لومړی طالبان له امریکا سره د بهرنیو ځواکونو پر سره هوکړې ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل