سیمه ییز چارواکي:

زابل او کندهار کې ۸۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

9 سنبله 1398 ساعت 15:11

سیمه ییز چارواکي وايي، زابل او کندهار ولایتونو کې د نښتو پر مهال ۸۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، زابل او کندهار ولایتونو کې د نښتو پر مهال ۸۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د زابل چارواکو ویلي، د دې ولایت په اټغر او دایچوپان ولسوالیو کې تېره شپه هغه مهال نښته رامنځ ته شوه، چې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو ډلیز بریدونه وکړل.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، طالبان د افغان ځواکونو له سخت ځوابیه برید سره مخ او د جګړې په ترڅ کې ۳۱ وسله وال طالبان و وژل شول.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې جګړه کې ۱۵ نور طالبان ټپیان شوي هم دي او دغه راز یو شمېر وسلې او مهمات یې افغان ځواکونو تر لاسه کړي دي.

سیال وايي، د طالبانو په بریدونو کې یو ملي پولیس هم وژل شوی او د ملي اردو دوه سرتېري ټپیان شوي دي.

بل خوا وسله والو طالبانو تېره شپه د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر یوه کمپ برید کړی دی.

د کندهار له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۱۳ طالبان وژل شوي او د اردو د دوه سرتېرو په ګډون ۲۳ طالبان ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 119874

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119874/

جمهور
  https://www.jomhornews.com