۰

د قندوز جګړه کابو شوې، خالد، اندرابي او مېلر کندوز ته رسېدلي

شنبی ۹ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۱
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د قندوز جګړه تر ډېره حده کابو شوې، طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې او اوس له ښاره د تېښتې په حال کې دي.
د قندوز جګړه کابو شوې، خالد، اندرابي او مېلر کندوز ته رسېدلي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د قندوز جګړه تر ډېره حده کابو شوې، طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې او اوس له ښاره د تېښتې په حال کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو تېره شپه د څلورو خواو نه پر دغه ښار بریدونه پیل کړل، چې تر سهار پورې یې ځینې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.

د خو د سیمه ییزه امنیتي چارواکو په وینا د تازه دمه کمانډو او نورو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په رسېدو سره په طالبانو مرګوني ځمکني او هوايي بریدونه پیل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي هم نن په یوه خبري غونډه کې و ویل، چې قندوز ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي او طالبان د ماتې په حال کې دي.

د هغه په وینا تر اوسه جګړه کې ۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي، د ښار له ډېرو برخو شړل شوي خو یوازې په دوه ځایونو کې چې ملکي وګړي یې د سپر په توګه برمته کړي مقاومت کوي.

نوموړي و ویل دا چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله ونه رسېږي افغان ځواکونه په دغه سیمو کې په احتیاط سره عملیات مخ ته وړي.

د کندوز امنیتي چارواکي هم وايي، افغان ګډو ځواکونو د وسله والو طالبانو برید پر شا تمبولی او دغه راز یې د ښار په مهمو سیمو کې تازه دمي ځواکونه هم ځای پرځای کړي دي.

د کندز د امنيې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني په هوايي بریدونو کې ۲۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او افغان ځواکونه طالبانو ته دا اجازه نه ورکوي چې د تېرو کلونو تجربه بیاځل تکرار شي.

په ورته وخت کې د ولایتي شورا استازي بیا وایي، د قندوز په وضعیت کې بدلون نه دی راغلی او جګړه په همغه شکل راونه ده.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی مولوي عبدالله وايي، جګړه اوس هم روانه ده، برېښنا او تلېفوني شبکې پرې شوې او جګړه کې ۴۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وایي، د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو ښايي هغوی ته هم مرګ ژوبله اوښتې دي.

له دې سره په خوا دا راپورونه هم ورکړل شوي، چې په یاده جګړه کې ۳۰ وسله وال طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي، خو طالبان بیا وایي، ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې او یو شمېر دوی ته تسلیم شوي دي.

په همدې مهال کې د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم قندوز ته رسېدلي دي.

ویل کېږي ښاغلي خالد، ښاغلي اندرابي او جنرال مېلر د قندوز د روانې جګړې د مدیریت په موخه دغه ښار ته رسېدلي دي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر له رسنیو سره خبرو کې و ویل، چې طالبان به پرېنږدي، چې د تېر په شان قندوز ولایت ته سقوط ورکړي.

د هغه په وینا دا چې افغان ځواکونو د بدخشان ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د طالبانو پر مهمو مرکزونو عملیات کړي، نو طالبان هغه کوي، چې د قندوز په جګړې سره د افغان ځواکونو فکر دې خوا ته واړوي.
 
جمهورخبري آژانس:قندوز
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي