امریکا کې وسله وال برید ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

10 سنبله 1398 ساعت 9:02

د امریکا په تکزاس ایالت کې د یوه وسله وال کس په برید کې پنځه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.


د امریکا په تکزاس ایالت کې د یوه وسله وال کس په برید کې پنځه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې له غرمې وروسته د تکزاس ایالت د اودیسه او میډلنډ ښارونو ته نېږدې سیمه کې شوې ده.

راپورونه وایي، برید ګر چې په موټر کې سپور و پر خلکو یې ډزې کولې او لومړی یې هغه پولیس وژلی، چې د دغه د موټر د درولو هڅه یې کوله.

په دغه برید کې د یوه پولیس په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي بل بریدګر هم د برید تکل کړی وو چې په اړه یې څېړنې روانې دي، خو پولیسو ویلي، چې عامو خلکو ته بل ګواښ نشته.

د یادونې ده، چې نېږدې یوه میاشت وړاندې هم د امریکا اي اېل پاسو په ټیکسان ښار کې یوه وسله وال بریدګر ۲۲ کسان وژلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119892

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119892/

جمهور
  https://www.jomhornews.com