۰
خلیلزاد:

پر قندوز برید مې طالبانو ته وریاد کړ، ورته و مې ویل داسې تشدد باید ختم شي

یکشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۶
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، پر قندوز ښار د طالبانو د بریدونو یادونه یې قطر کې طالب مشرانو ته کړې او ورته ویلي یې دي، چې دغه ډول تشدد نور باید ختم شي.
پر قندوز برید مې طالبانو ته وریاد کړ، ورته و مې ویل داسې تشدد باید ختم شي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، پر قندوز ښار د طالبانو د بریدونو یادونه یې قطر کې طالب مشرانو ته کړې او ورته ویلي یې دي، چې دغه ډول تشدد نور باید ختم شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو وړمه شپه پر قندوز ښار له څلورو اړخونو بریدونه وکړل، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

افغان امنیتي چارواکي وایي، طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې له ښاره یې پسې اخیستي او دا مهال هلته چاڼیز عملیات روان دي.

امنیتي چارواکو دا هم ویلي په جګړه کې پر وژل شویو او ټپي طالبانو سر بېره یو شمېر ژوندي هم نیول شوي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی خلیلزاد وایي، دغه موضوع یې قطر کې له طالب مشرانو سره شریکه کړې او ورته ویلي یې دي، چې نور باید تاتریخوالی پای ته ورسول شي.

هغه په خپل ټوېټر لیکلي« ما نن په خبرو کې د کندز برید یاد کړ او طالبانو ته مې وویل چې دغه ډول زورزیاتی باید ودرول شي. سربیره پر دې، جنرال میلر نن د کندز لیدنه وکړه او افغان ځواکونو ته پر مرستې تمرکز کوي چې د ښار دفاع کوي.

خلیلزاد په یوه بل ټوېټ کې لکیلي، جګړه به یوازې هغه وخت پای ته رسېږي چې دواړه خواوې موافقه وکړي چې باید پای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړېبالاخره، جګړه به یوازې هغه مهال ختمه شي چې ټولې غاړې یې پر ختمولو موافقه وکړي.

د هغه په وینا ټول افغانان باید د یو سیاسي جوړجاړي او هر اړخیز اوربند ترلاسه کولو لپاره، په بین الافغاني مذاکراتو کې سره راټول شي.

نوموړي ویلي«ډاډه یم چې موږ د زورزیاتي د لږولو او د سولې د ترلاسه کولو پر یوازنۍ عملي لارې یو.»

خلیلزاد چې دا مهال قطر کې د طالبانو سره د سولې په خبرو لګیا دي دا هم ویلي، چې نن یکشنبې به کابل ته ولاړ شي او د افغان حکومت چارواکو ته به د قطر د خبرو په اړه معلومات ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي