۰

فاریاب او جوزجان کې ۷۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي

یکشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۰
شمال کې د پوخ چارواکي وایي، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې یې د طالبانو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
فاریاب او جوزجان کې ۷۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي
شمال کې د پوخ چارواکي وایي، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې یې د طالبانو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغلته د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن یکشنبې د وږي ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي پر طالبانو دغه مرګوني بریدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر سره شوي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي فاریاب کې د طالبانو پر دوه پټنځایونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې د جوزجان د اقچې ولسوالۍ په کلاباغ سیمه کې بیا د هوايي بریدونو پر مهال د قاري عبدالمنان په ګډون ۲۸ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپانه کې دا هم ویل شوي، چې په دغه جګړه کې پنځه افغان سرتېري هم ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په شمال کې جګړو زور اخیستی  دی.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي