فاریاب او جوزجان کې ۷۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي

10 سنبله 1398 ساعت 9:50

شمال کې د پوخ چارواکي وایي، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې یې د طالبانو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


شمال کې د پوخ چارواکي وایي، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې یې د طالبانو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغلته د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن یکشنبې د وږي ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي پر طالبانو دغه مرګوني بریدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر سره شوي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي فاریاب کې د طالبانو پر دوه پټنځایونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې د جوزجان د اقچې ولسوالۍ په کلاباغ سیمه کې بیا د هوايي بریدونو پر مهال د قاري عبدالمنان په ګډون ۲۸ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپانه کې دا هم ویل شوي، چې په دغه جګړه کې پنځه افغان سرتېري هم ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په شمال کې جګړو زور اخیستی  دی.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 


د مطلب کود: 119898

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119898/

جمهور
  https://www.jomhornews.com