۰

قندزو ښار له طالبانو پاک شو، خو پر بغلان یې بریدونه پیل کړي

یکشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۳
راپورونه وایي، وسله والو طالبانو پر قندوز ښار تر ماتې وروسته بغلان ولایت ته مخه کړې او هلته یې بریدونه پیل کړي دي.
قندزو ښار له طالبانو پاک شو، خو پر بغلان یې بریدونه پیل کړي
راپورونه وایي، وسله والو طالبانو پر قندوز ښار تر ماتې وروسته بغلان ولایت ته مخه کړې او هلته یې بریدونه پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو وړمه شپه پر قندوز ښار بریدونه پیل کړل خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت وروسته یې ماته وخوړه.

افغان امنیتي چارواکي وایي، قندزو کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، ښار ترې پاک شوی او طالبان د تېښتې په حال کې دي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا ښار په مکمل دول له طالبانو پاک شوی او لا هم هلته چاڼیز عملیات روان او هغه طالبان چې د تېښتې په حال کې دي، د افغان ځواکونو له کمین سره مخ کېږي.

خو په ورته وخت کې راپورونه وایي، طالبانو قندوز کې تر ماتې وروسته د بغلان مرکز پلخمري کې هم بریدونه پیل کړي دي.

د بغلان د ولایتي شورا غړي محمد ظریف ظریف جمهور خبري آژانس ته و ویل، طالبانو تېره شپه له دوه لارو پل معد او بند دو پر پلخمري ښار بریدونه پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو جګړه لا هم د پلخمري ښار په نېږدې سیمو کې جریان لري.

هغه ډاډ څرګند کړ، چې ښار په مکمل ډول د افغان ځواکونو کنټرول کې دی او د سقوط کېدو هېڅ ډول ګواښ یې نشته.

د کورنیو چارو وزارت هم تاییدوي، چې بغلان کې جګړه روانه ده، خو په وینا یې د پلخمري په دوو سیمو کې طالبان محاصره شوي دي او هڅه کېږي له منځه یوړل شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي