۰

د برېتانیا دفاع وزیر کابل ته راغلی، غواړي د افغان ځواکونو مهارتونه لوړه کړي

یکشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۲
د برېتانیا د شاهي دولت دفاع وزیر ګوین ویلیامسون کابل ته په سفر راغلی وايي، هېواد یې غواړي د افغان ځواکونو په ځانګړي توګه د افغان هوايي ځواک مهارتونه او وړتیاوې لوړې کړي.
د برېتانیا دفاع وزیر کابل ته راغلی، غواړي د افغان ځواکونو مهارتونه لوړه کړي
د برېتانیا د شاهي دولت دفاع وزیر ګوین ویلیامسون کابل ته په سفر راغلی وايي، هېواد یې غواړي د افغان ځواکونو په ځانګړي توګه د افغان هوايي ځواک مهارتونه او وړتیاوې لوړې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل ته د ویلیامسون د راتګ سره سم د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب په خپل کار ځای کې له نوموړي سره کتلي دي.

د ملي امنیت شورا څخه نن یکشنبې د وږي ۱۰ مه خپره شوې خبرپانه کې راغلي دغه ناسته کړې دواړو لورو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې دافغان ځواکونو پر جګړیز چمتوالي او وړتیا وو خبرې وکړې.

 برېتانیا دفاع وزیر له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو سرښندنې او قربانۍ ستایلې او ډاډ یې ورکړي، چې له دغه ځواکونو سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ویلیامسون ویلي، بریتانیا هڅه کوي، د افغان ځواکونو په ځانګړي توګه د افغان هوايي ځواک مهارتونه او وړتیاوې پورته کړي.

هغه ټینګا کړي، هېواد یې چمتو دی، ترڅو د پرمختللیو طبي مرستو په برخه کې له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.

نوموړي ویلي، د بریتانیا په کوڅو او سړکونه کې هغه مهال د کامل آمن احساس کیدلی شي، کله چې د افغانستان په کوڅو او سړکونو کې د آمن احساس وشي.

په ورته وخت کې ښاغلي محب د بریتانیا دفاع وزیر ته له هرکلي ویلو وروسته زیاته کړې، د افغانستان حکومت ژمن دی، چې په هېواد کې آمن او ثبات روالي او په دې برخه کې یې د افغان حکومت پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، نه غواړي د افغانستان راتلونکي نسلونه په جنګ او کړکېچ کې تېر کړي.

ښاغلي محب زیاته کړې، له هرې ممکنه لارې او فرصت څخه به ګټه پورته کړي، تر چې په افغانستان کې جنګ او انسان وژنه ختمه شي.
 
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د دې ترڅنګ د افغان ځواکونو د پیاوړتیا او مهارتونو د لوړاوي په برخه کې د افغان حکومت برنامې او پروګرامونه په مختصره توګه تشریح کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي