۰
چارواکي:

پر بغلان د طالبانو برید مات شوی، ۳۰ تنه یې کلابند دي

یکشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۷
وسله والو طالبانو تر قندوز ښار وروسته د بغلان په مرکز پلخمري ښار هم ډلیز برید کړی خو ځايي چارواکي وایي، طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت او ماتې سره مخ شوي.
پر بغلان د طالبانو برید مات شوی، ۳۰ تنه یې کلابند دي
وسله والو طالبانو تر قندوز ښار وروسته د بغلان په مرکز پلخمري ښار هم ډلیز برید کړی خو ځايي چارواکي وایي، طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت او ماتې سره مخ شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو تېره شپه له دوه لورو په پلخمري ښار برید کړی، چې اوس هم د دواړو لورو تر منځ جګړه روانه ده.

د ولایتي شورا ځینې غړي وايي، طالبانو له بېګاه راهیسې جګړه پیل کړې او اوس مهال د والي دفتر ته په یوه کیلو مترۍ کې د پل معدن، سمټ خانه او کرکر سیمو کې ایسار پاتي دي.

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت هم تاییدوي، چې طالبانو بریدونه پیل کړي، خو پر شاه تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

هغه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه، چې د پلخمري ښار د کرکر په سیمه کې ۳۰ طالب جنګیالي په یوه ځای کې کلابند شوي دي.

د پولیسو د ویاند په وینا جګړه لا هم روانه ده او ډېر ژر به دغه سیمې هم له وسله والو طالبانو پاکې کړی شي.

په ورته وخت د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم ویلي، پلخمري ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي او طالبان یې سخت ځپلي دي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د بریدونو او جګړې د پخلي تر څنګ ادعا کړې، چې د دوه سرکه مزار، درېیمه حوزه، قلعه زمانخېل او بند برق ساحې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

په بغلان د طالبانو برید پر داسې مهال تر سره کېږي، چې دغه ډلې وړمه شپه پر قندوز ښار هم ډلیز بریدونه پیل کړل، خو د چارواکو په وینا له سختې ماتې سره مخ شول.

کورنیو چارو وزارت په تازه معلوماتو کې ویلي، د قندوز ښار په جګړه کې ۵۶ طالبان وژل شوي او لا هم د په ځینو سیمو کې د هغوی پر ضد چاڼیز عملیات روان دي.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي