۰
دفاع وزارت:

د غزني د ناوې ولسوالۍ بازار سوځېدلی، طالبانو په کې ماینونه جوړول

یکشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۱
ملي دفاع وزارت وايي، وسله والو طالبانو د غزني د ناوې ولسوالۍ بازار په یوه دوکان کې د ماین په جوړولو بوخت و، چې خپل ماین پرې چاودلی دي.
د غزني د ناوې ولسوالۍ بازار سوځېدلی، طالبانو په کې ماینونه جوړول
ملي دفاع وزارت وايي، وسله والو طالبانو د غزني د ناوې ولسوالۍ بازار په یوه دوکان کې د ماین په جوړولو بوخت و، چې خپل ماین پرې چاودلی دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د وږي ۱۰ مه په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دغه پېښه تېره شپه د ناوې ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې.

خبرپانه کې ویل شوي، طالبانو په یوه دوکان کې ماین جوړاوه، چې خپله یې پرې چاودنه کړې، څلور تنه یې وژل شوي او بازار اور اخیستی دی.

دفاع وزارت وايي، د اور لګېدنې له امله ګڼ شمېر دوکانه هم سوځېدلي، چې ملکي خلکو ته یې میلیونونه افغانۍ زیان اړولي دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي