د قندوز د جګړې مرګ ژوبله،۵۶ طالبان او ۲۰ امنیتي سرتېري وژل شوي

10 سنبله 1398 ساعت 12:34

کورنیو چارو وزارت وايي، د قندوز ښار جګړه د ۵۶ طالبانو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلي او دغه ښار په مکمل ډول له طالبانو پاک شوی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، د قندوز ښار جګړه د ۵۶ طالبانو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلي او دغه ښار په مکمل ډول له طالبانو پاک شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن یکشنبې د وږي ۱۰ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې د پولیسو ځانګړې ۳۳۳ قطعې، کمانډو او د ملي امنیت ۹۰۵ قطعې په ښار کې ګډ چاڼیز عملیات تر سره کړل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه چاڼیزو عملیاتو ۵۶ وسله وال طالبان وژل شوي، خو د ټپیانو په اړه یې څه نه دي ویلي.

دغه راز کورنیو چارو وزارت وايي، په زاخېل کلي، علي خېل، کاساني، خاکني او قهوه خانه سیمو کې هوايي عملیات هم ترسره شوي او طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې.

کورنیو چارو وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د پروني ځانمرګي برید په ګډون ۲۰ امنیتي سرتېري او پنځه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د وزارت په وینا دغه راز د یو شمېر امنیتي سرتېرو په ګډون ۸۵ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

که څه هم کورنیو چارو وزارت د امنیتي سرتېرو د وژل کېدو او ټپي کېدو په برخه کې نور جزیات نه دي ورکړي، خو راپورونه وایي، د پرون په ځانمرګي برید کې د قندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني او د هغه مرستیال وژل شوي او امنیه قوماندان ټپي شوی دی.

د امنیه قوماندانۍ د ویاند سید سرور حسیني د وژل کېدو پخلی د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم له رسنیو سره په خبرو کې کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119918

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119918/

جمهور
  https://www.jomhornews.com