سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت کې د ملکي وګړو د سورلۍ په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او شپږ تنه یې وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د وږي ۱۰ مه د فراه په انار درې ولسوالۍ کې شوې ده.
د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايي، چاودنه د اناردرې ولسوالۍ د امنیه قوماندان د کورنۍ د غړو په موټر شوې.
نوموړي زیاته کړې، په دغه چاودنه کې یوه مېرمن، درې ماشومان او دوه ځوانان وژل شوي، چې ټول د امنیه قوماندانۍ د کورنۍ غړي دي.
د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، ماین د طالبانو له خوا اېښودل شوی وو خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فراه