روسیه غواړي افغانستان کې یو لوی پوهنتون جوړ کړي

11 سنبله 1398 ساعت 8:36

کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي وايي، مسکو غواړي، چې له افغان حکومت سره په ګډه په کابل کې یو لوی پوهنتون جوړ کړي.


کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي وايي، مسکو غواړي، چې له افغان حکومت سره په ګډه په کابل کې یو لوی پوهنتون جوړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مانتیتسکي دغه څرګندونې پرون یکشنبې د وږي ۱۰ مه کابل کې د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالتواب بالاکرزي سره لیدنه کې کړې دي.

د لوړو زده کړو وزارت نه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې مسکو غواړي له کابل سره د علمي اړیکو د پراختیا لپاره د افغانستان له څو لویو پوهنتونو سره د همکارۍ سندونه لاسلیک کړي.

په خبرپانه کې د سفیر له قوله ویل شوي، دغه راز مسکو لېواله دی، تر څو د افغانستان ګڼو پوهنتونو کې د روسي ژبې څانګې هم پرانیزي.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روسیې د دغه وړاندیز هرکلی کړی، چې غواړي کابل کې افغان – روسي پوهنتون جوړ کړي.

ښاغلي بالاکرزي زیاته کړې، چې دوی به له مسکو سره په ګډه افغان پوهنتونو کې د روسي ژبې د زده کړې د لنډمهاله او اوږدمهاله کورسونو د جوړولو طرحه هم و ارزوي او په تدریجي ډول به لویو پوهنتونو کې د روسي ژبې د زده کړې ډیپارټمنټونه پرانیستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119932

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119932/

جمهور
  https://www.jomhornews.com